شنونکي: ترهګرو ډلو سره د وسله والو طالبانو اړېکې د سولې پروسه زیانمنولی شي

د چارو یو شمېر شنونکي د ترهګرو ډلو سره د وسله والو طالبانو د اړېکو دوام اندیښمنونکي بولي.

دوی وايي، که چېرې یاد وضعیت دوام وکړي؛ د افغانستان د سولې پروسه به تر اغېز لاندي راولي.

د امریکا او وسله والو طالبانو تر منځ افغانستان ته د سولې د راوستو تړون یوه مهمه برخه دا وه، چې طالبان به د ټولو ترهګریزو ګروپونو سره خپلې اړیکې پرې کوي؛ خو تازه ځینو پېښو څرګنده کړه، چې لا هم د طالب وسله والو اړېکې له ترهګرو ډلو سره شته.

تېره اونۍ د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې ملي امنیتي ځواکونو د حقانې ډلې او داعش وسله والو په یو ګډ مرکز عملیات وکړل، چې یو شمېر وسله وال ووژل شول او وسلې ونیول شوې.

همدا راز د ځینو راپورونو پر بنسټ بدخشان کې طالب، القاعدې او داعش وسله والو یو ګډ مثلث د ترهګریزو فعالیتونو په موخه جوړ کړی دی.

د چارو شنونکی جنرال دولت وزیري زاویه نیوز ته وویل، د سولې پروسه د بریالیتوب یوه مهمه برخه پر تعهداتو عمل دی، چې تر اوسه وسله والو طالبانو لخوا د ترهګرو ډلو سره د اړیکو پريښودلو په برخه کې پر خپل تعهد هېڅ عمل نه دی کړی.

نوموړی وایي، القاعده د افغانستان کې د سولې ټینګښت نه غواړي او د وسله والو طالبانو قوماندانانو سره د اړیکو په ټینګولو د سولې پروسې  توافقاتو مخ کې د خنډ جوړولو هڅې کوي.

د ده په خبره د القاعدې او وسله والو طالبانو اړېکې له دوو لسیزو اوړي او دومره په اسانۍ له منځه نشي تللی، چې  یو مثال یې هم طالبانو د خپل امارت د ړنګولو په قېمت امریکا ته د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د تسلیمولو څخه ډډه وکړه.

وزیري وايي، ترهګرو ډلو سره د وسله والو طالبانو اړېکې د سولې پروسه زیانمنولی شي.

د چارو شننونکی ذبیح الله زمري وايي، د افغان سولې لپاره امریکا او ستراتیژیک ملګری یې پاکستان رښتونی عمل نه کوي او نه غواړي، چې د افغانانو د ارمانونو سره سم یو ارامي په هېواد کې راشي.

دی وايي، څه اونۍ مخکې هلمند کې د هند نیمه وچې لپاره د القاعدې مشر قوماندان عاصم عمر په یو برید کې ووژل شو،  د هلمند ډيری جنګي سیمې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي، چې هلته د القاعدې د قوماندان شتون د یادو دواړو ډلو منظم اتحاد څرګندوي.

د زمري په خبره د بدخشان له ناامنه سیمو څخه را کډه شوي خلک هم د وسله والو طالبانو او القاعدې د ژورو اړېکو یادونه کوي.

ذبیح الله زمري زاویه نیوز ته وویل: (( که چېرې د وسله والو طالبانو فعالیت په همدې ډول ادامه پیدا کړي؛ نو د امریکا او د دوی تر منځ د شوې توافقنامې د دویمې برخې لومړی، دوهم او دریم بند نقض کیږي.))

باید یاده شي، چې د افغانستان ملي امنیت شورا هم تېرو ورځو کې یادونه کړې، چې طالبان امریکا سره د شوې سولې توافقنامې خلاف کړنې ترسره کوي، چې سولې پروسې ته تاوان رسوي.

  • 22 غويی 1399